بلين ټري سونامي پراجېكټ د ځنګلونو بحالۍ او پراختيا په لړ كښې خپل هدفونه ترلاسه كړل

پېښور۔29 مئی(اے پی پی) بلين ټري سونامي نړۍ كښې اولنۍ منصوبه جوړه شوې ده كومې چې د ځنګلونو بحالۍ او پراختيا په لړ كښې ټول مقصدونه ترلاسه كړي دي۔ د منصوبې تر سېوري لاندې نه يوازې خېبر پختونخوا بلكې ټول پاكستان كښې د حياتياتي تنوع تحفظ وده كښې مرسته ترلاسه شوې ده۔ د ځنګلونو زياتوالي سره فضا كښې د كاربن مقدار كم شوے دے۔ د پاكستان بلين ټري منصوبه په نړيواله كچه ستائلې شي۔ دې سره ځنګلونه سوا كېږي او د روزګار موقعې رامخې ته كېږي۔ د دې منصوبې پېل د تحريك انصاف لارښود عمران خان په كال 2015ﺀ كښې خېبر پختونخوا كښې كړې و۔ د دې منصوبې له مخې حكومت تر كال 2023 ګرد هېواد كښې د 10 اربه اونو لګولو عزم كړے۔ د خېبر پختونخوا ضم شوې ضلعې د زېتون كر لپاره ډېرې مناسب دي۔ اسلامي اعتبار سره د زېتون مېوه ډېره مهمه ده۔ خېبرپختونخوا كښې لګولې كېدونكې د زېتون اونې به د ټول پاكستان په ګټه وي۔ د اېګری کلچر اېکسټنشن ډیپارټمنټ باجوړ ضلعی ډائرېکټر ضیا اسلام داوړ وئيلي چې نړيوالو پوهانو خپله سروے كښې وئيلي دي چې باجوړ د زېتون كر لپاره د اټلي او اسپېن په ډول مناسبه سيمه ده۔ باجوړ كښې نزدې د 2 لکھ 50 زره ځنګلي زېتون پېوندكاري شوې ده او په 150 اېکټر د زېتون باغونه لګولې شوي دي۔ هغه ووئيل نن نړۍ ته يوه بله لويه مسئله د ګلوبل وارمنګ پېښه ده كه دا حل نه كړې شوه نو ساه لرونكي ختمېدې شي او د دې حل په پراخا كچه اونو لګولو كښې دے۔ د ضلعي فارسټ آفس خېبر آفيسر اعجاز احمد وئيلي چې علی مسجد تودہ مېله ضلع خېبر كښې د موسمياتي بدلون منفي اثرات مخنيوي له ځنګل لګول پېل كړې شوي دي د كوم چې باقاعدګۍ سره نګراني روانه ده۔ د توده مېله علي مسجد ځائي وګړي رحمت الله وئيلي چې دلته د حكومت لخوا د ځنګل لګولو پرېكړې سره زياتو خلقو ته د روزګار موقعې ترلاسه شوې دي۔ هغه ووئيل دا شړه زمكه به ځنګل كښې بدله شي او په دې مونږ وزيراعظم عمران خان ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوؤ۔ فارسټ آفیسر (ضلع خېبر) محمد شکیل ووئيل د ځنګلاتو څانګې ته پخوا پام نه و ګرځولے شوے۔ بياهم دا خبره خوشبينه ده چې خېبر پختونخوا او اوسنې پخوانے وفاقي حكومت ځنګلونو لګولو ته خصوصي پام ګرځولے دے او په لويه كچه شجركاري كولې شي۔