افغانستان ٬ په هوائي بريدونو كښې 10 عسكريت خوښي مړه ٬ 6 ژوبل

کابل۔29 مئی(اے پی پی) د افغانستان په قطبي ولايتونو كښې د هوائي بريدونو په نتيجه كښې 10 عسكريت خوښي مړه او 6 نور ژوبل شوي دي۔ د چين ابلاغ ذر يعو له مخې د افغانستان فارياب ولايت كښې د پوځ 209م شاهين كور وياند حنيف رضائي ميډيا ته ووئيل چې د افغانستان خواجه سبز پوش اولسوالۍ په بدغيسي كلي كښې د هوائي پوځ كارروائۍ په مهال د عسكريت خوښو ځايونه په نخښه كړې شول چې په نتيجه كښې ئې د عسكريت خوښو ډويژنل كمانډر او د هغه ماتحت دوه ځوانان مړه او يو شمېر نور ژوبل شول۔ هغه ووئيل د قطبي ولايت سري پل صياد اولسوالۍ په هزده بالا كلي كښې هم د عسكريت خوښو اډې په نخښه كړې شوې چې په نتيجه كښې ئې دغلته 7 عسكريت خوښي مړه او 4 نور ژوبل شوي دي