پېښور 28 مئي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان پبلك سيکټر پوهنتونونو كښې د اقليتونو داخلې لپاره د 2 فيصده کوټي بيلولو منظوري وركړې ، په دې لړ كښې د اعلي ٰتعليم محکمې د اړخه پوهنتونونو ته سپارښتنه شوې ۔د اعلي تعليم محکمې په مراسله كښې وائس چانسلرانو ته په ترجيحي بنيادونو د پاليسي کيس جوړولو سپارښتنه كولو سره وئيلي شوي د ګورنر په سپارښتنه 15 ورځو كښې دننه كيس جوړ او اړوند فورم ته وړاندې كړې