دمشق 28 مئي (اے پي پي) د شام بشار الاسد په صدارتي ټاكنو كښې 95.1 فيصده ووټونو سره په څلورم ځل كاميابي ترلاسه كړې۔ د فرانس خبررسنې ادارې له مخئ د پارلمان مشر حمود صباغ ميډيا ته ووئيل بشار الاسد د مئي په 26مه نيټه ګرد هېواد كښې په شوو عامو ټاكنو كښې په څلورم ځل كاميابي ترلاسه كړې ۔ ده ووئيل د سركاري نتيجو له مخې بشار الاسد په صدارتي انتخابات كښې95.1 فيصده او مخالف كانديد 3.3 فيصده دغسې پخواني وزير عبداللہ 1.5 ووټونه ترلاسه كړې دي۔