ملګرو ملتونو فلسطيني لپاره د 9 كروړه 50 لكهه ډالره د مرستې غږ وكړو

ملګري ملتونه 28 مئي (اے پي پي) ملګرو ملتونو د فلسطينيانو مرستي لپاره د 9 كروړه 50 لكهه ډالره د مرستي غږ كړے ۔رائټرز له مخي د ملګرو ملتونو د راروانو درېو مياشتو په مهال غزه او غرب اردن پشمول ختيز يروشلم كښې د فلسطينيانو مرستي لپاره د 9 كروړه 50 لكهه ډالره غږ د اسرائيل او فلسطين مجاهدينو ترمينځه اوسنو كښې د بدترينه 11 ورځو جنګ ختمولو نه پس كړے۔په دې اړه د فلسطين سيمو لپاره ملګرو ملتونو هيومينيټيرين كوآرډينيټر لِن هيسټنګز وئيلي دي ملګري ملتونه دا مهال د مرستي سمدستي حالاتو ته ګوري او دې نه پس د زيان او تعمير نو لپاره ضرورت لا زياتېدے شي،په دې اړه به جاج اخستلے شي۔ده ووئيل تيره ورځ شوي غږ تر مخه به په سمدستي توګه د خوراك څښاك ضرورتونو سره د صحت، داروګانو ، طبي سامان، انفراسټركچر مرمت او نغده مرسته وركولې شي