د فلپائن تربيتي الوتكه رانسكوره شوه پائيلوټ مړ

منيلا 27 مئي (اے پي پي)په فلپائن كښې يوه تربيتې الوتكه رانسكوره شوې چې پكښې پائيلوټ مړ شوے۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د شورو په ورځ يوه كوچنۍ الوتكه د فلپائن په شمالي سيمه كښې تباه شوې او تربيه ترلاسه كونكے پائيلوټ مړ شوے۔ د الوتكې ملبه سهار يوولس نيمې بجې د لا يونين ولايت په كابا ساحلي سيمه كښې غورځېدلي او چارواكو د پېښې پلټنې پېل كړې دي۔