اېم پي اے ډاكټر آسيه اسد د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ غړې غوره كرې شوه

پیښور 27 مئي (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړې ډاكټر آسيه اسد د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ غړې غوره كړې شوي۔د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ سپيكر مشتاق احمد غني د ډاكټر آسيه اسد د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ غړې په توګه د تقررۍ منظوري وركړې۔د يادونې وړ ده ډاكټر آسيه اسد د اېم پي اے فضل شكور د قانون وزير جوړېدو نه پس د هغه په ځاے د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ غړې مقرر كړی شوې