دا انجلي د انسانانو غوندې خبرې كولې شي او نه ئې نور كارونه د انسانانو غوندې دي لکھنؤ 06 اپریل (اے پی پی) اترپردېش كښې په ځنګل كښې د شادوګانو سره اوسيدونكې 8 كلنه انجلۍ راخوشي كړې شوې ده ۔ د پولیس له مخې نه دا انجلي د انسانانو په شان خبرې كولې شي او نه ئې نور كارونه د انسانان دي۔ د هند ورځپاڼې له مخې دا جينۍ کټارنیا ګھاټ والډ لائف سینکچوئری كښې د معمول ګزمې په مهال د شادوګانو يوې ډلې سره ليدلې شوې وه او كله چې د هغې د نيولو هڅه وكړې شوه نو ټولو شادوګانو پھ يو غږ چغې وهلې خو پولیس اهلکارو د هڅو نه پس جينۍ نيولې او هغه ئې روغتون ته رسولې ده ۔ دا جينۍ نه خبرې كولې شي او نه په خبره پوهېږي او تر دې چې انسانان اوينې نو ېرېږي۔ هغه د انسانانو غوندې په دوه پښو د ګرځيدلو په ځائې په پښو او لاسونو ګرځي او د انسانانو په شان په لاسو نه بلكې په خوله خوراك كوي

دا انجلي د انسانانو غوندې خبرې كولې شي او نه ئې نور كارونه د انسانانو غوندې دي
لکھنؤ 06 اپریل (اے پی پی) اترپردېش كښې په ځنګل كښې د شادوګانو سره اوسيدونكې 8 كلنه انجلۍ راخوشي كړې شوې ده ۔ د پولیس له مخې نه دا انجلي د انسانانو په شان خبرې كولې شي او نه ئې نور كارونه د انسانان دي۔ د هند ورځپاڼې له مخې دا جينۍ کټارنیا ګھاټ والډ لائف سینکچوئری كښې د معمول ګزمې په مهال د شادوګانو يوې ډلې سره ليدلې شوې وه او كله چې د هغې د نيولو هڅه وكړې شوه نو ټولو شادوګانو پھ يو غږ چغې وهلې خو پولیس اهلکارو د هڅو نه پس جينۍ نيولې او هغه ئې روغتون ته رسولې ده ۔ دا جينۍ نه خبرې كولې شي او نه په خبره پوهېږي او تر دې چې انسانان اوينې نو ېرېږي۔ هغه د انسانانو غوندې په دوه پښو د ګرځيدلو په ځائې په پښو او لاسونو ګرځي او د انسانانو په شان په لاسو نه بلكې په خوله خوراك كوي