وفاقي وزير عمر ايوب خان به په 29 مئي د غازي تربيله لارنس پور سړك د جوړولو او پراختيا منصوبې پرانسته كوي

هري پور 26 مئي (اے پي پي) د اقتصادي چارو وفاقي وزير عمر ايوب خان به د يو ارب 80 كروړه روپو په لګښت د غازي تربيله لارنس پور سړك جوړولو او د پراختيا منصوبې پرانسته په 29 مئي كوي۔ د وفاقي وزير عمر ايوب خان د اړخه د يو ارب 80 كروړه روپو په لګښت د غازي تربيله لارنس پور سړك د جوړولو او د پراختيا پروژه باندې كار به تندۍ سره روان دے۔ وفاقي وزير عمر ايوب خان د ياد شوي سړك سرپرائز وزټ كولو سره د بيلو ځايونو روان كار او د پلونو د جوړولو د نزدې څخه جاج اخستے او په دې موقع ئې اړوندو افسرانو ته د تعميراتي كار په اړه ضروري هدايات جاري كړي