بماکو 26 مئي (اے پي پي)د لوېديز افريقائي هېواد مالي په اقتدار قبضه كونكي پوځي قيادت تېر كال د جوړ شوي لنډ مهاله حكومت صدر او وزيراعظم اخوا كړي۔ د المان خبري اژنس له مخې د مالي لنډ مهاله نائب صدر اسيمي غويتا تېره ورځ صدر باه نداو او وزيراعظم مختاروان د نولو نه يو ورځ پس د ھغوي د اخوا كولو اعلان كړے ځكه چې دوي په نوي حكومت كښې د وزيرانو په شموليت دوي سره صلاح مشوره نه وه كړې كومه چې د لنډ مهاله حكومت د لوظنامې خلاف ورزي ده ٬ دا لوظنامه پوځ جوړه كړې وه چې پكښې د سول حكومت بحالۍ پحقله د ضابطو پرېكړه شوې وه۔ د دواړو پرېكړو نه دا معلومېږي چې دوي د لند مهاله حكومت منصوبې له مينځه وړلې ۔ او دا اقدام د دې خبرې واضح ثبوت دے چې عبوري صدر او وزيراعظم د لنډ مهاله حكومت د كردار خلاف ورزي كړې ۔ ده ووئيل لنډ مهاله حكومت به د معمول له مخې كار كوي او راتلونكي كال كښې به په ټاكلي وخت ټاكنې كېږي