فلپائن كښې د تربيه الوتكه رانسكوره شوه ٬ پائيلوټ مړ

منيلا 26 مئي (اے پي پي)په فلپائن كښې د تربيتي الوتكه رانسكوره شوې چې پكښې پائيلوټ مړ شوے۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د شورو په ورځ يوه كوچنۍ الوتكه د فلپائن په شمالي سيمه كښې رانسكورېدو سره تباه شوې او تربيه ترلاسه كونكے پائيلوټ مړ شوے۔ د الوتكې ملبه سهار يوولس نيمې بجې د لا يونين ولايت په كابا سمندر ساحلي سيمه كښې غورځېدلي۔ چارواكو د پېښې پلټنې پېل كړې دي