لاس اېنجلس 26 مئي (اے پي پي) د امريكې په لاس اېنجلس ايالت كښې عدالت د كارګو په دوو چارواكو د سرو زرو د غلا په تور فرد جرم عائد كړے ۔ د ځائي ميډيا له مخې سركاري اټارني ميديا سره ته خبرو كښې ووئيل د كارګو دوه شكمن چارواكي د اېف بي آر ادارې د انټراسټېټ او غېر ملکي شپمنټ په سازش او د غلا په تور نيولي دي ۔ چاواكي ووئيل تورنو تېر كال په اپرېل كښې د نړيوال هوائي مېدان څخه د سرو زرو څلور ډنډې پټې كړې وې٬ په شپمنټ كښې دوه زره ډنډې موجود وې۔ استغاثه ووئيل د سرو زرو د يوې ډنډې وزن يو كلوګرام ٶ او ماليت ئې 56 زره ډالره ٶ۔ د ځائي قانون له مخې د تور په ثابتېدو دواړو تورونو ته د 15 كالو سزا كېدې شي