تھائي لېنډ كښې د كرونا وآئرس په سبب نور 41 كسان مړه شول

بنکاك 26 مئي (اے پي پي) تھائي لېنډ كښې د كرونا وآئرس په سبب نور 41 كسان مړه شوي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د شورو په ورځ د صحت چارواكو د كرونا وائرس وباء څخه د 41 نورو كسانو د مرګ تصديق كړے او د وباء خپرېدو نه پس د مړو كسانو شمېره هره ورځ زياتېږي۔ چارواكو ووئيل د كرونا 4452 نوې كېسونه رامخئ ته شوي او په مجموعي توګه 873 كسان مړه شوي۔ تراوسه د كرونا 137894 كسېونه رجسټرډ شوي چې پكښې 91 زره 765 كسان صحت مند شوي دي