د سعودي خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان د تنزانيه صدرساميه حسن سره ملاقات

ډوډوما 26 مئي (اے پي پي) د سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان د تنزانيه صدر ساميه حسن سره ملاقات كړے ۔ د سركاري خبر رسني اداري اېس پي اے له مخي شهزاده فيصل بن فرحان د تنزانيه صدر له د شاه سلمان او ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د اړخه د خير سګالۍ پيغام وروسولو۔ده هم د سعودي قيادت لپاره د خير سګالې څرګندونه وكړه۔ دددتنزانيه صدر ووئيل زه د براعظم افريقه شخړي هواري ، د امن او استحكام بنيادونه قوي كولو ، پرمختګ او سرمايه كارۍ پروګرام زياتولو په اړه د سعودي عرب سيمه ايز او نړيوالو هڅو ته د قدر په سترګه ګورم۔په دې موقع ده د دواړه هېوادونو اړيكو او ټولو څانګو كښې هغي ته د ودي وركولو د تګلارو جاج واخست۔دې نه ځانله په سيمه ايزو او نړيوالو حالاتو او د شريكي خوښي په چارو د خيالاتو څركندونه وشوه۔