برازيل كښې د كورونا وائرس ځپلے شوو شميره يو كروړ 61 لكهه 95 زره څخه زياته شوه ، 4 لكهه 52 زره كسان مړه شوي

ريوډي جنيرو 26 مئي (اے پي پي) برازيل كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 4 لكهه 52 زره څخه زياته شوې دغسې ټول هېواد كښې د رنځورانو شميره يو كروړ 61 لكهه 95 زره څخه زياته شوې ۔ د شورو په ورځ د امريكې ميډيا له مخي برازيل كښې د وائرس نوو كيسونو رامخي ته كيدو نه پس د ځپلې شوو كسانو شميره يو كروړ 16195981ته رسيدلي ۔ برازيل كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره ورځ په ورځ زياتيږي،د برازيل د روغتيا وزارت له مخي هېواد كښې د كورونا وائرس وبا له امله د مړو مجموعي شميره 452224 دغسې بيلو سيمو كښې دا وخت د كورونا وائرس 1095425 فعاله رنځوران موحود دي۔ برازيل د روغتيا وزارت شميري له مخي هېواد كښې تر اوسه 24343299 څخه زيات د كورونا رنځوران ښه شوي۔ برازيل د كورونا وائرس رنځورانو په اعتبار سره د نړۍ دريم دغسې د مړو په اړه دويم تر ټولو زيات ځپلے هېواد دے۔ د برازيل د روغتيا وزارت چارواكو له مخي د تيرو 24 ساعتو په مهال هېواد كښې د كورونا وائرس له امله نور 2173 كسان مړه شوي،په دې مهال 73453 نوي كيسونه درج شوي دي ۔