پېښور ۔25 مئی(اے پی پی) د خېبر پختونخوا اسمبلۍ د 7 قراردادونو په يوه خله منظوري وركړې۔ د صوبائي اسبملۍ غړي نذير عباسي اولنے قرارداد وړاندې كولو سره ووئيل پیسکو هزارہ سرکل كښې 4 لكه 15 زره د برېښنا صارفين لري خو د اېبټ آباد چارو سنبالولو له په خالي چوكو د كسانو نه غوره كولو سره ستونزې راپېښې دي۔ په فيلډ كښې كار كوؤنكې عمله به د روان كال ستمبر مياشت كښې ريټائرډ شي٬ 70 فيصده چوكۍ خالي دي دا اسمبلي صوبائي حكومت ته خواست كوي چې هغه دې مركزي حكومت ته د دې امر سپارښتنه وكړي دغسې چې په دې روانو حالاتو كښې افرادي قوت پوره كړے شي۔ په دې مهال مشتاق غني ووئيل د دسمبر نه وروستو به واپډا چلول ګران شي۔ 30 فيصده عملې سره د څلور لكھه نه زياتې ودانۍ ته د برېښنا آساني وركول ناممكن دي۔ د عملې كمے بايد پوره كړے شي دغسې چې دا مسئله حل شي۔ د صوبائي اسمبلۍ غړي نواب زادہ صلاح الدین قرار داد وړاندې كړو چې د پبلک سروس کمېشن اشتهارونو كښې د سېکرټرېټ ملازمانو څخه تر لس فيصده پي اېم اېس آفيسر غوره كولې شي۔ په متفقه توګه دې د ډویژنل کمشنر افسز او ضلع کمشنر افسز ملازمان هم لس فيصده پي اېم اېس آفيسر كوټه كښې شامل كړے شي دغسې چې هغوي هم د مقابلې امتحان وركړے شي۔ د اے این پی غړي وقاراحمد قرارداد وړاندې كړو چې صوبائي حكومت دې ډاكټرانو او طبي عملې ته د كورونا وبا نه د بچ پاتې كېدو سامان وركړي او ډاكټران ٬نرسانې او پېرامېډېكس چې شهيد شوي هغوي لپاره دې پېښور كښې يو يادګار جوړ كړے شي۔ لیاقت خان قرارداد وړاندې كړو چې كوم كسان د سعودي عربستان نه راغلي٬ سرمايه ئې هلته پاتې شوې او د كورونا د لاسه ئې وېزې ختمې شوي د هغوي په اړه دې سعودي سفارت سره خبره وكړې شي دغسې چې د دې مسئلې حل ولټولې شي۔ میاں نثارګل قرارداد وړاندې كړو چې د كال 2018 نه وړاندې څومره استاذان بھرتي شوي هغوي په كنټرېكټ كار كوي او د زياتره تنخاګانې بندې دي له دې كبله دا اسمبلي دې د دغه استاذانو په حق كښې ګامونه پورته كولو له حكومت ته سپارښتنه وكړي۔ د اېم اېم اے غړي عنايت الله خپل قرارد كښې ووئيل د كال 2017 سړي سر شمېره سي سي آئي منظور كړې ۔ د فاټا انضمام او د كے پي كے د آبادۍ زياتېدو د لاسه د وېش وړ محاصيل ډیویزیبل پول كښې د خیبرپختونخوا برخه د 14فیصد نه 19 فيصد نه زياته شوې٬ له دې كبله مركزي حكومت دې د خېبر پختونخوا برخه ودانۍ كښې د اضافې له مخې اېن اېف سي كښې زمونږ برخه يووارې بيا وټاكي او د ودانۍ په بنياد دې زموږ برخه راتلونكو كلونو كښې راكړي۔ د جے یوآئی غړې نعيمه كشور قرارداد وړاندې كړو چې حکومت دې د مېرمنو په معاشي توګه سوكاله كولو له د بېنك لون انټرنسټ كمولو او آسانۍ وركولو له د مېرمنو پرمختګ له ګامونه پورته كړي دغسې دا ټول قراردادونه اسمبلۍ په يوه خله منظور كړي