پېښور ۔25 مئی(اے پی پی) د خېبر پختونخوا ګورنر شاه فرمان سره پاكستان كښې د افغانستان نوي سفير نجيب الله علي خېل د نهې په ورځ ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات كړے۔ ملاقات كښې د منطقې په مجموعي صورتحال ٬ دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ ملاقات كښې په پاك افغان طورخم پوله د افغان كډوالو تګ راتګ كښې په رامخې ته كېدونكو ستونزو او مسئلو هم خبرې شوي ۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې ګورنر ووئيل د دواړو هېوادونو اولس يو بل سره د ورورولۍ مضبوطې كلتوري اړيكې لري او پاكستان كښې د خېبر پختونخوا اولس په خاص توګه د افغان كډوالو ډېر خيال ساتي۔ ګورنر ووئيل پاكستان منطقه كښې امن او مينه غواړي او افغانستان يو سوله ائيز او مستحكم هېواد ليدل غواړي۔ هغه ووئيل د دواړو هېوادونو قيمتي معدنياتو په شمول د نورو قدرتي پنګو نړۍ كښې څوك مقابله نشي كولې۔ هغه ووئيل سوله ائيز افغانستان سره به منځنۍ آسيا ته د اقتصادي او تجارتي هلوځلو رسنه زياته شي۔ په دې موقع افغان سفير په نظرياتي سوچ لرلو د ګورنر ستائنه وكړه او د افغان كډوالو په خذمت كولو ئې د پاكستان حكومت او په خاص توګه د خېبر پختونخوا اولس او حكومت مننه وكړه