د خېبر پختونخوا ګورنر وائس چانسلر پروفېسر ډاكټر محمد جمال خان د 90 ورځو په جبري رخصتۍ ولېږلو

پېښور ۔25 مئی(اے پی پی) د خېبر پختونخوا ګورنر شاه فرمان په يونيورسټي آف سوات كښې د مالي بی قاعدګو ٬ غېر قانوني بھرتيانو ٬ د زؤرونې په شكايتونو او د اختيارات په ناوړه توګه كارولو وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر محمد جمال خان خپل منصب څخه اخوا كړے۔ د ګورنر پراونشل انسپکشن او د ګورنر انسپکشن ډلې د انکوائریز رپورټ په سفارشاتو وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر محمد جمال خان د 90 ورځو به جبري رخصتۍ لېږلے دے۔ د ګورنر د منظورۍ نه وروستو د لوړو زده كړو كمېسيون څانګې په دې بابله باقاعده اعلاميه جاري كړې ده