افغانستان، د فضائي بريدونو په نتيجه كښې 11 عسكريت خوښي ووژل شول

کابل 25 مئي (اے پي پي) افغانستان كښې د فضائي بريدونو په نتيجه كښې 11 عسكريت خوښي وژلے شوي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د افغان دفاع وزارت وئيلي دي د ختيز لغمان ولايت په باد پخ اولسوالۍ كښې په پېل كړو فضائي بريدونو كښې 11 عسكريت خوښي وژلې شوي اوپه لويه كچه وسله او ګوله باردو هم تباه كړې شوي۔ راپور له مخې كابل نه 90 كلوميټره لرې په لغمان ولايت كښې په نښتو كښې زياتوالے رامخئ ته شوے ۔ عسکريت خوښې ډلې د مئي په پېل كښې په دولت شاه اولسوالۍ قبضه كړې وه چې په نتيجه كښې ئې فضائي عمليات پېل شوي دي ۔