سري لنکا٬ په بېړۍ كښې د اور لګېدو پېښه ٬ 25 كسان بچ كړے شول

کولمبو 25 مئي(اے پي پي) په سري لنکا كښې د كارګو بېړۍ كښې د اور لګېدو پېښې نه پس د عملې 25 غېر ملكي وګړي بچ كړې شوي۔ د سري لنکا چارواكو د نهې په ورځ ووئيل په بېړۍ كښې د 25 غېر ملكيانو پشمول ټول كسان بچ كړې شوي۔ د اور لګېدو پېښې په اړه پلټنې روان دي خو په سمدستي توګه په دې لړ كښې څه اطلاعات نه دې ترلاسه شوي ۔