اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) د امريكې نائب خارجه وزير ونډي شرمن به (سبا)د زيارت په ورځ د تركيه دوره كوي۔ د تركيه راډيو له مخې د جوبائيډن په اقتدار كښې د راتللو نه پس به دا د امريكې انتظاميې چارواكو د اعلٰې كچې وړومبۍ دوره ده ۔ ونډي شرمن به د سياسي مشاورت په غونډه كښې ګډون لپاره د زيارت په ورځ انقره ته رسېږي او د تركيه خپل همڅنګ سيدات اُنال سره به ملاقات كوي٬ د خبرو اترو په مهال به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سيمه ايز صورتحال جاج هم اخستلے شي۔ شرمن به د سول سوسائټۍ چارواكو سره هم ملاقات كوي۔ د يادونې وړ ده د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دې نه وړاندې د سياسي مشاورت غونډه مارچ كال 2018 كښې په واشنګټن كښې شوې وه۔