کېنبرا۔25مئی(اے پی پی)د آسټرېليا وزیراعظم سکاټ موریسن او خارجه وزير ماریز پینی وئيلي دي مونږ د امنيت غېر ېقيني صورتحال له امله د افغانستان پلازمينه كابل كښې خپله سفارتخانه بندوونكې يوو كوم ځائې نه چې د آسټریليا عسكر د روان كال په مهال بېرته وتل دي۔ د چين خبر رسنې ادارې د آسټرېلېا وزیر اعظم سکاټ موریسن او خارجه وزير ماریز پینی د بيان حواله وركولو سره وئيلي دي په كابل كښې به سفارت د روانې مياشتې په 28 مه نېټه بند كړے شي۔ بيان كښې وئيلي شوي د سفارت بندولو دا اقدام به عارضي وي او د امنيت وضعې ښې كېدو سره به دا يو وارې بيا په مستقل توګه پرانستلے شي