په پېښور موټروے ترافيكي پېښه ٬ درې كسان مړه ٬ پنځه سخت ژوبل

صوابۍ ۔25مئی(اے پی پی) په پېښور موټروے كرنل شېر خان انټرچېنج ته نزدې يو فلائنګ كوچ پېښې سره مخ شوے چې په نتيجه كښې ئې د يو مشاوم په شمول درې كسان مړه او پينځه نور سخت ژوبل شوي ۔ د رېسكيو 1122 اهلكارو د فلائنګ كوچ ځينې برخې پرې كولو سره ژوبل شوي د ګاډي نه بهر راويستلي او هغوي ئې د اولنۍ طبي مرستې نه سمدستي وروستو روغتون ته منتقل كړي ۔ د ریسکیو1122 له مخې دا پېښه د فلائنګ كوچ يو ټرك سره د ټكر كېدو په نتيجه كښې رامخې ته شوې ۔ پېښې سره مخ شوے فلائنګ كوچ پېنډۍ نه مردان ته روان ؤ