د اسرائيلي وزيراعظم په ضد د زرګونو په شمېر د يهوديانو احتجاجي مظاهره

مقبوضہ بيت المقدس۔24مئي (اے پي پي) د اسرائيلي وزيراعظم بېنجمن نېتن ياهو په ضد د زرګونو په شمېر يهودي آباد كارو احتجاجي مظاهره كړې او هغه څخه ئې د چوكۍ پرېښودو غوښتنه كړې ۔ د اسرائيل عبراني ميډيا له مخې احتجاجي مظآهره په بالفور ستره لپاره د نېتن ياهو دفتر مخې ته شوې او په دې مظاهره كښې ګډون كوٶنكو وزيراعظم څخه د چوكۍ پرېښودو غوښتنه كړې ۔ ګډون كوٶنكو په لاسونو كښې بېنرز او كتبې پورته كړې وې چې پرې لېكلے شوې وٶ نېتن ياهو اسرائيلي وګړي جنګ پلو بيائي۔ ګډون كوٶنكو په دې موقع ووئيل تر څو چې نېتن ياهو په اقتدار كښې وي د اسرائيل وګړي په امن او سكون ژوند نشي تېرولے