کوئټه ۔24 مئی(اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی د كوئټې قمبراني روډ بمي چاؤدنې غندنه كولو سره وئيلي دي د اولس د ځان او مال ساتنه د حكومت ذمه واري ده۔ د وګړو ساتنې له دې فول پروف امنيتي انتظامات وكړے شي۔ هغه ووئيل د بې ګناه وګړو وژونكي د كوم رعايت مستحق نه دي۔ هغه په ډاګه كړه چې چاته به هم د صوبې امن ته د زيان رسولو اجازه ورنه كړے شي ۔ د بلوچستان وزیراعلی اړوندې طبي عملې ته هدايت وكړو چې هغوي ژوبل شوو ته غوره طبي آسانۍ باوري كړي۔