آپيا 24 مئي (اے پي پي) د بحرالکاهل د ساموا هېواد نوي وزيراعظم فيامي ناومي مطافا د خپلې چوكۍ سوګند پورته كړے۔ د فرانس خبري اژانس له مخې د ساموا تر 22 كالو د وزيراعظم په چوكۍ پاتي كېدونكې توئيلئيپا سيليلي ميليلي ھائي په كال 1998 كښې وزيراعظم ټاكلے شوے ٶ او د اپرېل په 9مه نيټه په كېدونكو ټاكنو كښې ماتي سره مخ شوے او بېا هم د وزيراعظم چوكۍ پرېښودو نه انكاري ٶ خو د هېواد نوي ټاكلي وزيراعظم فيامي ناومي مطافا او نورو پارلماني غړو پارلمان كښې د ګارډز په يوه خيمه كښې د سوګند پورته كولو په دستوره كښې د خپلو چوكو سوګند پورته كړے٬ خو د دې دستورې نه پس ګډون كوٶنكي په ممكنه توګه عدالتي كاروائۍ سره مخ كېدې شي۔