کوئټه، په قمبراني روډ بمي چاؤدنه ٬ 4 كسان ژوبل

کوئټه۔24 مئی(اے پی پی) د كوئټې په قمبراني روډ سيمه كښې د بمي چاؤدنې په نتيجه كښې 4 كسان ژوبل شوي۔ د سركاري ذريعو له مخې د ګل په ورځ د كوئټې قمبراني روډ سيمې ته نزدې بشير چوك كښې د بمي چاؤدنې پېښه رامخې ته شوه چې په نتيجه كښې ئې نجیب اللہ ،نظام الدین، بلال او حافظ ګل ژوبل شول۔ پوليس او امنيتي اهلكارو ژوبل شوي طبي مرستې له نزدې روغتون ته منتقل كړي۔ بلخوا سيمه محاصره كولو سره پوليس او امنيتي ادارو پېښه كښې د ككړو كسانو لټون له هلې ځلې پېل كړې دي