چين كښې ټرك او وېن ټكر شول ٬ 6 كسان مړه ،2 ژوبل

بیجنګ۔24مئی (اے پی پی) د چين په ننګزيا سيمه كښې د ټرك او وېن ترمينځه د ټكر په نتيجه كښې 6 كسان مړه او 2 نور ژوبل شوي۔ د چين خبر رسنې ادرې له مخې دا پېښه د چين په ین چوان ښار كښې په قامي ستره لاره تېره شپه 7 بجې هغه وخت رامخې ته شوه كله چې يو تند رفتاره ټرك مسافر وېن سره ټكر شو۔ د پېښی په نتيجه كښې وېن كښې ناست 6 كسان په ځاې مړه او 2 نور ژوبل شول۔ د رېسكيو ډلې مړي او ژوبل كسان نزدې روغتون ته رسولي۔ بلخوا پوليس د پېښې پلټنې پېل كړې دي