افغانستان٬ د بدخشاں ولايت په شپږو اولسواليو كښې د طالبانو بريدونه

کابل 24 مئي (اے پي پي) د افغانستان د شمالي بدخشاں ولايت په 6 اولسواليو كښې د طالبانو په بريدونو كښې شل طالبان او 3 عسكر وژلې شوي۔ د چين خبري اژانس له مخې د پوځ وياند عبد الرزاق په دې لړ كښې خپل بيان كښې وئيلي دي د ګل په ورځ طالبانو په راګستان ، وردوج ، جارم ، خاش ، دريائم او يفتل پيان اولس واليو كښې په يو وخت بريدونه كړي كوم چې افغان ځواكونو په شا تنبولي۔ وياند ووئيل په دې جنګ كښې په مجموعي توګه لس طالبان او 5 اهلكار ژوبل شوي هم دي ۔