ملګري ملتونه به د غزه بيا ودانۍ له نړيوالې ورورولۍ ته د مرستې غږ كوي۔

ملګري ملتونه ۔24مئی(اے پی پی) ملګري ملتونه به د ويجاړې كړې غزه سيمې بيا ودانۍ له نړيوالې ورورولۍ ته د مرستې كولو غږ كوي۔ سيمه كښې امن له سفارتي هڅې هم روانې دي۔ د فلسطين سيمو لپاره د نړيوالې ادارې هیومېنیټیرین کوآرټینېټر لائن هېسټسګس بيان له مخې اداره به د ويجاړې كړې فلسطيني سيمې غزه بيا ودانۍ له نړيوالې ورورولۍ ته د مرستې غږ كوي۔ بلخوا د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې مصري مصالحت كارو د فلسطين صدر محمود عباس سره مقبوضه عرب اردن كښې ملاقات كړے كوم كښې چې د سيمې په روانه امنيتي وضعه د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ د مصر خارجه وزير هم د اردن اعلی چارواكو سره ملاقات كونكے دے دغسې چې په منځني ختيز كښې ځنډولے شوے امن عمل يو وارې بيا بحال كړے شي