ګلګت بلتستان كښې تعليمي ادارې د ګل ورځې نه پرانستلې شي۔ نوټيفكېشن جاري

ګلګت ۔23مئی(اے پی پی) ګلګت بلتستان كښې تعليمي ادارې به د ګل ورځې نه پرانستلې شي۔ د ګلګت بلتستان د زده كړو څانګې سېکرېټری لاس ليك شوي نوټیفکېشن له مخې د اېن سي او سي پرېكړو په رڼا كښې ټولې سركاري او غېر سركاري تعليمي ادارې او ټیکنیکل انسټیټوشنز د اپرېل 24 مې نېټې ګل ورځې نه بېرته پرانستېلې كېږي۔ په تعليمي ادارو كښې به د اېس او پيز خاص خيال ساتلے شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د كورونا وائرس خپرېدو له كبله تېره مياشت ټولې تعليمي ادارې بندې كړې شوې وې۔