
اسلام آباد۔23مئی(اے پی پی) د سي پېك اتھارټي چيئرمېن لېفټېننټ جنرل (ر) عاصم سلیم باجوہ وئيلي دي بلوچستان كښې په نوكنډي – ماش خېل 103 كلوميټره ستره لاره كار پېل كړے شوے دے۔ ماشو خېل نه تر پنجګور د 200 کلومیټره سترې لارې بشپړه ډيزائن جوړولے شي۔ خپل ټويټ كښې هغه وئيلي د سی پېک په لوئيديز روټ به اېن 40 اېن 85 اېم 8 سره تړلے شي۔ هغه ووئيل چاغي نه تر نوكنډي سېكټر ګوادر سره يو ځائې كولو سره به ګرده منطقه خپلو كښې وتړلې شي۔ هغه هيله ولرله چې د دې سترو لارو جوړېدو سره به ايران ته رسېدل لا آساني شي۔