ریاض۔ ۔23مئی(اے پی پی) سعودی عربستان د روان كال 2021 په مهال ګردې نړۍ څخه يوازې 60 زره وګړو ته د حج كولو اجازه وركړې ده۔ د سعودی ابلاغ ذريعو له مخې خادم الحرمېن الشريفېن حج كوؤنكو لپاره هدايات جاري كولو سره د سعودي د روغتيا وزارت ته امر كړے چې د روان كال په مهال به يوازې 60 زره وګړي حج كولې شي او د 18 كالو نه كم او د 60 نه د زيات عمر كسانو ته به د حج كولو اجازه نه وي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د كورونا وائرس وبا نه وروسته په اولني ځل غېر ملكي وګړي به د حج دا مقدسه فريضه ترسره كوي۔ بلخوا سعودی حکومت حج كوؤنكو لپاره د كورونا وېكسينېشن شرط لګولے دے او په دې لړ كښې ئې د منظور شويو كمپنيو نامې ئې هم اعلان كړې دي۔