د آئرلېنډ او سکاټ لېنډ ترمينځه مېرمنو لوبډلو اولنے ټي – 20 نړيوال كركټ مېچ نن كېږي

بېلفاسټ۔22مئی(اے پی پی) د آئرلېنډ او سکاټ لېنډ مېرمنو لوبډلو ترمينځه اولنے ټي – 20 نړيوال كركټ مېچ نن د اتوار په ورځ كېږي۔ د سكاټ لېنډ مېرمنو كركټ لوبډله دا مهال د آئرلېنډ په دوره ده چرته به چې هغه د كوربه لوبډلې په ضد د 4 ټی-20 نړيوالو مېچونو سيريز كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه اولنے ټی -20 مېچ به د روانې مياشتې په 23 مه دويم په 24 مه ٬ درېم په 26 مه او څلورم او وروستې مېچ به په 27 مه نېټه كولې شي۔ دا ټول مېچونه به بېلفاسټ كښې كېږي۔