د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پاكستان غږ ټوله نړۍ اؤري٬مونږ په هر فورم د فلسطين مسئلې حل لپاره غږ پورته كوو۔علي نواز اعوان

اسلام آباد۔21مئی(اے پی پی)د وزيراعظم د سي ډي اے چارو خاص مرستيال علي نواز اعوان وئېلي دي د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پاكستان غږ ټوله نړۍ اؤري٬مونږ په هر فورم د فلسطين مسئلې حل لپاره غږ پورته كوو۔د جمعې په ورځ په خپل بيان كښې ده ووئيل مونږ په بې ګناه فلسطينانو د اسرائيل د ترهه ګرۍ سخته غندنه كوو او د ملګرو ملتونو نه غوښتنه كوو چې زر تر زره د دې ترهه ګرۍ مخ نيوي وكړي او فلسطيني اولس ته د هغوي حق وركړي۔ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پاكستان غږ ټوله نړۍ اوري٬مونږ په هر فورم د فلسطين مسئلې حل لپاره غږ پورته كوو