پېښور 21 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان وئيلي دي د اسرائيل په فلسطين كښې په شهري آبادۍ او په بې ګناه وګړو بريدونه تر ټولو لويه ترهه ګري ده۔ د فلسطين شهري آبادي او په بې ګناه فلسطينيانو د اسرائيلي جارحيت غندنه كوو۔جاري شوي بيان كښې ګورنر شاه فرمان ووئيل د اسرائيل په بې ګناه فلسطينيانو د طاقت بې دريغه استعمال د بشري حقونو ښكاره خلاف ورزي ده۔ده ووئيل د پاكستان حكومت او پاكستان اولس د اسرائيلي جارحيت په ضد د فلسطينيانو مرسته او هغوي سره د يووالي څرګندونه كوي،ده په دې خبره زور راوړو چې بايد په بې ګناه فلسطينيانو د پاسرائيلي جارحيت او ظلمونو په ضد اسلامي هېوادونه په ګډه عملي كردار ترسره كړي۔