د فلسطين مسئلې حل د پارلمان او ټول قام دے٬ د جنګ بندۍ اعلان خوشبينه دے۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر

اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي د فلسطين مسئلې حل د پارلمان او ټول قام غږ دے٬ د جنګ بندۍ اعلان خوشبينه دے۔ دا خبرې ده پخپله مشرۍ كښې پارلماني غړو لخوا فلسطينيانو سره د يوالي څرګندونې لپاره په شاهراه دستور د جمعې په ورځ د واك په مهال كړې۔ اسد قېصر ووئيل ټول قام او پارلمان په دې معامله حكومت سره ولاړ دے ٬ پارلمان د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د امريكې دورې نه وړآندې متفقه قرارداد منظور كړے ۔ ده ووئيل دا مهال به ټولې اسلامي نړۍ او او آئي سي له يو موټے كېدل وي او فلسطين او كشمير لپاره به اوس مونږ له راپاڅېدل وي۔ ده ووئيل دا مهال د ټولو قام يوالي ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د جنګ بندۍ اعلان خوشبينه دے خو اسرائيل چې كوم جنګي جرمونه كوي نړۍ له به په دې لړ كښې سنجيده پرېكړه كول وي۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د كونسل غونډه د زيارت په ورځ رابللې شوې پاكستان د غونډې رابللو درخواست كړے ٶ۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ووئيل غزه كښې د اسرائيل په بريدونو كښې 235 فلسطينيان شهيدان شوي چې پكښې ماشومان هم شامل دي۔ ده ووئيل د اسرائيل او فلسطين جنګ د غېر قانوني قبضې او د استصواب رائے دے، د اسرائيل ظلم د فورتھ جنيوا کنونشن خلاف ورزي ده۔ ده ووئيل امن ترلاسه كولو لپاره د فلسطين د اولس مشر محمود عباس د مطالبې ملاتړ كوٶ او مونږ به د فلسطيني اولس د خپلواكۍ حق لپاره د روانو هلو ځلو ملاتړ روان ساتو