چمن ٬ فلسطين سره د يوالي څرګندونې په لاريون كښې بمي چاٶدنه٬ 6 كسان مړه٬ لس ټپيان

کوئټه 21 مئي (اے پي پي) چمن كښې فلسطين سره د يوالي څرګندونې په لاريون كښې بمي چاٶدنه شوې چې پكښې 6 كسان مړه او د لسو نه زيات ټپيان شوي۔ تفصيلات له مخې د جمعې په ورځ د بلوچستان په چمن سيمه كښې د چاٶدنې په نتيجه كښې شپږ كسان مړه او د لسو نه زيات ژوبل شوي۔ مړي او ژوبل شوي كسان ځائي روغتون ته منتقل كړے شوي۔ پوليس او امنيتي ځواكونو سيمه محاصره كولو سره پلتنې پېل كړي