د 30 كالو نه زيات عمر لرونكو وګړو ته وېكسين لګول به نن پېل شي۔ وفاقي وزير اسد عمر

اسلام آباد۔21مئی(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ٬ اصلاحات او خصوصي اقدامات وفاقي وزير او د نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر مشر اسد عمر وئيلي دي د 30 كاله نه زيات عمر وګړو ته به د وېكسين لګول نن د خالي ورځې نه پېل شي۔ يو بيان كښې هغه ووئيل رجسټرېشن كوؤنكو ته به نن نه پیغام وركړے شي۔ بلخوا د كورونا وائرس د لاسه نور 102 كسان مړه شوي۔ چې ورسره د مړو مجموعي شمېره 20 زره 89 ته ورسېده۔ دغس ېګرد هېواد كښی د كورونا مصدقه كېسونو شمېره 8 لکه 93 زره 461 ته رسېدلې ده