د زلمو ټېلنټ لوبو له كارول او د هېواد مثبت تشخص رامخې ته كولو له مېګا اسپورټس ايونټ كولو ته اړتيا ده۔ د صدر ډاکټر عارف علوی د کشمیر پریمیئر لیګ انتظاميې پلاوي سره خبرې

APP71-210521 ISLAMABAD: May 21 - President Dr. Arif Alvi being presented with the sports shirt by the management of Kashmir Premier League (KPL) at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد۔21مئی(اے پی پی)صدر مملکت ډاکټر عارف علوی وئيلي دي د زلمو ټېلنټ لوبو له كارول او د هېواد مثبت تشخص رامخې ته كولو له مېګا اسپورټس ايونټ كولو ته اړتيا ده۔ د کشمیر پریمیئر لیګ د لارې به په نړيواله كچه د كشمير زړه راكښونكو نظارو او كلتور ودې له معياري پلېټ فارم ترلاسه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د جمعې په ورځ ايوان صدر كښې د کشمیر پریمیئر لیګ (کے پی اېل) انتظامیې پلاوي سره خبرو كښې وكړه۔ د ليګ انتظاميې صدر ته د کے پی اېل كولو مقصد په بابله بريفنګ وركړو۔ صدر کشمیر كښې د كركټ پریمیئر لیګ په پېل كولو د كے پي اېل انتظاميې هڅې ستائلو سره ووئيل کشمیر پریمیر لیګ معارفي كولو سره به کشمیريانو زلمو ته د كركټ خپل صلاحيتونه ښودلو موقع په لاس ورشي او دې سره به په نړيواله كچه د كشمير زړه راكښونكو نظارو او كلتور ودې لپاره معياري پلېټ فارم هم ترلاسه شي۔ صدر هيله ولرله چې كشمير پریمیئر لیګ به كامياب ثابت شي۔ هغه پلاوي ته په قامي او نړيواله كچه ايونټ رامخې ته كولو له د خپل اړخه د هر ډول ممكنه مرستې باور وركړو