اسرائيل او غزه كښې جنګ بندي٬ د ملګرو ملتونو او په نړيواله كچه هركلے

غزه 21 مئي (اے پي پي) د غزه پټۍ كښې د جنګ بندۍ پرېكړې په نړيواله كچه د هركلي سلسله روانه ده٬ د العربيه ټي وي له مخې د دې نه وړاندې مصر د اسرائيل او فلسطينيابنو ترمېنځه د غزه پټۍ كښې د امن بحالۍ د هلو ځلو د كاميابۍ اعلان كړے ٶ٬ مصر وئيلي دي دا متبادل جنګ بندي ده كومه چې به اسرائيل او غزه كښې په يو وخت نافذالعمل وي٬ په غزه كښې د جنګ بندۍ په پرېكړه عمل د جمعې په شپه 2 بجې پېل شوے ٬ د مصر وېنا ده مونږ به د جنګ بندۍ د اقداماتو جاج لپاره خپل دوه پلاوي تل ابيب ته لېږو۔ بلخوا د اسرائيل وزيراعظم دفتر د جنګ بندۍ د پرېكړې تصديق كړے ۔ د مصر په وساطت سره د غزه پټي كښې د اسرائيل او فلسطينيانو ډلو ترمېنځه جنګ بندي د 11 ورځو د سخت پوځي جارحيت نه پس شوې ۔ د امريكي صدر جو بائيډن د غزه په پټي كښې تر جنګ بندۍ په رسېدو كښې د مصر او نورو هېوادونو كردار د قدر وړ ګرځولے ۔ ده د اسرائيل او فلسطين كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه كړې كومو چې په دې جنګ كښې خپل خپلوان بېللې دي۔ جوبائيډن باور وركړے چې زمونږ هېواد به د ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو شراكتدارو په مرسته په غزه كښئ د بيا رغونې او د ځائي اولس ته د بشري مرستې د وړاندې كولو پابند وي٬ په دې لړ كښې به حماس سره نه بلكې فلسطيني اتھارټۍ سره به مرسته كولې شي۔ بلخوا د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوټيرس د اسرائيل او غزه كښې د جنګ بندۍ د پرېكړې هركلے كړے ۔ ده د دواړو ډلو ترمېنځه د امن بحالۍ لپاره د مصر د هلو ځلو ستائنه وكړه ۔ د مصر صدر عبدالفتاح السېسي وئيلي دي ما ته د امريكائي اولس مشر لخوا ټېلي فون كال راغلے ٬ په دې موقع د اسرائيل او غزه په پټۍ د روان جنګ بندولو په طريقه كار خبرې اترې شوي۔ د السېسي له مخئ په دې لړ كښې د دواړو مشړانو متفقه موقف دا ٶ چې شخړه دې په سفارتي طريقه حل كړې شي۔ د برتانيې خارجه وزير ډومينك راب د اسرائيل او غزه په پټۍ د جنګ بندۍ هركلي كولو سره دا خبره خوشبينه ګرځولې ۔ ده په دې لړ كښې ووئيل ټولو ډلو له به د جنګ بندۍ قوي كولو او د تشدد د نه قبلېدو سلسله ختمولو لپاره كار كول وي