سکھر 21 مئي (اے پي پي) فلسطين كښې د اسرائيلي عسكرو جارحيت په ضد سکھر كښې د سندھ هائي کورټ بار د اړخه احتجاجي مظاهره شوې ، د ملګرو ملتونو او بشري حقونو نړيوال تنظيمونو څخه د نوټس اخستو غوښتنه شوې ۔تفصيلات له مخي د سندھ هائي کورټ سکھر بار ايسوسي ايشن د اړخه فلسطينيانو سره د يووالي څرګندوني لپاره احتجاجي لاريون شوے۔د لاريون قيادت ايډووکيټ قربان ملانو، محفوظ اعوان، علي ګل عباسي، شبير علي بوزدار کولو۔احتجاجي مظاهرہ هائي کورټ څخه تر سكهر پريس شوې۔ په دې موقع خطاب کولو سره ايډووکيټ قربان ملانو ووئيل ملګري ملتونه دې په فلسطين كښې د اسرائيلي عسكرو جارحيت بند كړي