په غزه اسرائيلي بمباري ٬ 46 سركاري سكولونه ويجاړ شول

غزہ۔21مئی(اے پی پی) د فلسطين په غزه سيمه د اسرائيلي پوځ بمبارۍ په نتيجه كښې 46 سركاري سكولونه ويجاړ شوي ۔ د فلسطين د اطلاعات مركز له مخې د فلسطين د زده كړو وزارت خپل يو بيان كښې وئيلي دي يو شمېر سكولونو ته د اسرائيلي بمبارۍ د لاسه زيان رسېدلے٬ دغسې د اسرائیلی بمبارۍ د لاسه ځينې سكولونه ځپلې شوي هم دي۔ د زده كړو وزير وېنا ده د غزه په پټۍ كښې د اسرائيلي رياست مسلط كړې ناكه بندۍ او محاصرې له كبله وړاندې نه د سكولونو شمېره ډېره كمه ده۔ بلخوا اسرائيلي رياست د غزه په پټۍ د تعميراتي سامان رسنه هم بنده كړې ده