لندن 20 مئي (اے پي پي) برتانيه كښې د اسرائيل ظلمونو په ضد د احتجاج په مهال د فلسطين مرستياله مظاهرچيان په لېسټر كښې د اسرائيل په ډرون فېكټري ورختلي۔ د برتانيې ميډيا له مخې مظاهرچيان د جنګي ډرون جوړونكې كارخانې بام ته ختلي او احتجاج كوي۔ په دې موقع د فلسطين اېكشن نومې ډلې پلويانو ووئيل په غزه كښې د دې كارخانې جوړ شوے ډرون استعمالېږي۔ مظاهرچيانو د كارخانې ورونه بندولو سره د فلسطين په حق كښې غږونه پورته كړي