خېبر پښتونخوا حكومت د پاك چين ملګرتيا په نامه د آن لائن تقريري سيالو كولو پريكړه

پېښور 20 مئي (اے پي پي) خېبرپختونخوا حكومت د پاكستان او چين ترمينځه د كاميابو سفارتي اړېكو په 70 كاله پوره كيدو د پاك چين ملګرتيا په نامه د آن لائن تقريري سيالو كولو پريكړه كړي۔سركاري ذريعو له مخي د پاك چين ملګرتيا په نامه آن لائن تقريري سيالۍ به كولې شي، سيالو لپاره پرفارمنس مينجمنټ اينډ ريفارمز يونټ “كے پي ټيلنټ پليټ فارم” په نامه موبائل ايپ جوړ شوے، تقريري سيالو كښې به تر 8 كالو عمره ماشومان برخه اخستلې شي۔سيالۍ به پي ايم آر يو او محكمه ابتدائي او ثانوي تعليم په نګرانۍ كښې كولې شي،سيالو كښې به د پاك چين ملګرتيا په اړه تقريرونه كولې شي،وړومبے ٬ دويم او دريم پوزيشن ترلاسه كوونكو له به نغد انعامات وركولې شي