ګوئټے مالا سټي 20 مئي (اے پي پي) د مېنځنۍ امريكې په ګوئټے هېواد كښې په زندان كښې د جرائم پېشه ډلو ترمېنځه د نښتې په نتيجه كښې د 4 بنديوانو سرونه قلم كړے شوي ۔ د فرانس خبري اژانس له مخَې د پوليس وياند ووئيل په لويديز ښار كښې په کوئټزلټي نينګو په کېنټل زندان كښې د ياغي ډلو مارا سلوتروچا ګېنګ٬ باريو 18 او د نشه اي توكو په تجارت كښې د ككړ ډلو په نښته كښې 4 كسان مړه شوي ۔ د ابتدائي تحقيقات له مخې د څلورو واړو بنديوانو سرونه قلم كړے شوي۔