برکينا فاسو، د نامعلومه وسله والو په بريد كښې 15 وګړي مړه شول

اوګاډوګو 20 مئي (اے پي پي) د برکينا فاسو په شمالي ادجراره سيمه كښې د نامعلومو وسله والو په بريد كښې 15 كسان مړه شوي ۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخئ ځائي سركاري ميډيا په دې لړ كښې وئيلي دي دا بريد د مالي پولي سره پېوست صوبه اودالان كښې رامخې ته شوے ۔ په يوه بله جلا پېښه كښې ځائي پوځ او مرستيالو ډلو ساحل كښې په ګډه عملياتو كښې 12 شكمن وژلې دي۔ د يادونې وړ ده د كال 2015 نه تر اوسه په بركينافاسو كښې د ترهګرو په بريدونو كښې د زرو نه زيات كسان مړه او د لس لكهه نه زيات بې كوره شوي دي۔