د ايران او ائرلېنډ خارجه وزيرانو ترمېنځه ملاقات

تهران 20 مئي (اے پي پي) د ايران او آئرلېنډ خارجه وزيرانو په ملاقات کښې د اتومي لوظنامې په بحالۍ خبرې شوي ۔ د آئرلېنډ د خارجه څانګې له مخې دلته په دوره د ايران خارجه وزير جواد ظريف د ائرلېنډ خپل همڅنګ سېمون کوويني سره لېدلې دي۔ د ملاقات په مهال د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د ائرلېنډ كردار له مخې د اتومي لوظنامې د بحالۍ پشمول په نورو مسئلو د خيالاتو څرګندونه شوې ده ۔