كابل 20 مئي (اے پي پي) د افغانستان سوئيلي ولايت هلمند كښې يو ګاړې د مائن سره ټكر شوے چې په نتيجه كښې ئې 9 وګړي مړه او درې نور ژوبل شوي۔د چين خبر رسني اداري له مخي د هلمند پوليس وياند محمد زمان همدرد ووئيل د زيارت په ورځ سهار په هلمند ولايت كښې د لشكرګاه خوا او شا سيمه كښې يو ګاړې د مائن سره ټكر شوے چې په نتيجه كښې ئې د ميرمنو او ماشومانو پشمول 9 كسان مړه او درې ژوبل شوي۔په دې اړه يو بل چارواكي ووئيل په دې پېښه كښې د 11 كسانو د مړيني اطلاع راغلې ده