وېلنګټن 19 مئي (اے پي پي) د اسټراليا وزيراعظم سکاټ موريسن به د مئي په پائې كښې د نيوزي لېنډ دوره كوي۔ د چين خبر رسنې ادارې د نيوزي لېنډ د وزيراعظمې جيسنډا آرډرن د بيان حواله وركولو سره ووئيل سكاټ موريسن به د دواړو هېوادونو د مشرانو په كلنه غونډه كښې ګډون لپاره د نيوزي لېنډ دوره كوي۔ سكاټ موريسن به خپلې كورودانې سره د مئي په 30مه نيټه كوئينز سټاٶن ته رارسي او د مئي په 31مه نيټه به په غونډه كښې ګډون كوي۔ په غونډه كښې به دواړه مشران د بزنس او د سېلګرۍ په څانګو كښې ځانګړو شخصياتو سره ملاقاتونه كوي۔